کورنیو چارو وزارت په یوه خبر کې ویلي چې امنیتي ځواکونو د تخار په رستاق کې یوه ماشومه له انسان تښتوونکوژغورلې او یاد انسان تښتوونکي نیول شوي دي.
د تخار امنیه قومنداني وایي چې امنیتي ځواکونو د یوې نهه کلنۍ نجلې د تښتونې په تور دوه تنه نیولي دي.
دغه وزارت ویلي چې دا نجلۍ څو ورځې وړاندې رستاق ولسوالۍ کې تښتول شوې وه او د کشفي مالوماتو له مخې دهمدې ولایت په هزارسموچ ولسوالۍ کې موندل شوې.
ویل کیږي چې له یادو دوو تنو انسان تښتوونکو څخه یوه تومانچه هم ترلاسه شوې.
د ویلو ده چې امنیتي ځواکونو وړمه ورځ هم په ننګرهار کې یو ماشوم له انسان تښتوونکو ژغورلی و.
امنیتي ځواکونه د هیوادوالو د سر و مال ساتنې ته ژمن دي او له انسان تښتوونکو سره پرېکنده چلند کوي.