دا څویم ځل دی چې د ناټو ځواکونو له منځه او افغانستان ته د راغلیو عسکرو مشران اعتراف کوي چې په افغانستان کې یې جنګي جنایتونه ترسره کړي او د بې ګناه افغانانو په وینو یې لاسونه سره دي. په دې وروستیو کې د بریتانیا ځانګړو ځواکونو یوه پخواني لوړپوړي افسر ادعا کړې چې د دغه هېواد د استخباراتو ځواکونو دوو پخوانیو قوماندانانو په افغانستان کې د ترسره شویو جنګي جنایتونو اړوند شواهد پټ کړي دي. دغه افسر یوې خپلواکې څېړنیزې کمېټې ته ویلي چې په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې یې خپل مشرتابه ته بوږنوونکي مالومات سپارلي وو؛ خو مشرتابه یې د ثبوتونو باوجود هم اقدام ونکړ. دغې څېړنیزې کمېټې ویلي چې برېټانوي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د ملکي کسانو د نيولو ترڅنګ، د بېګناه ماشومانو ژوند هم اخيستی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې ناټو هېوادونو پر خپلو جنګي جنایتونو اعتراف کړی؛ بلکې تر دې پخوا یې هم په ځلونو منلې چې افغانان یې وژلي، ټپیان کړي او حبس کړي دي. ددغو هېوادونو څېړنیزو ادارو او ناپېیلو ارګانونو وخت ناوخت ورته ادعاوې او خپلې موندنې خپرې کړي دي. د روان زېږدیز کال په مې میاشت کې بي بي سي د برېټانیا ځواکونو د جنګي جنایتونو په تړاو خورا زړه بوږنوونکي او هېښوونکي مالومات په ډاګه کړل. دغه راپور ښووله چې دغو ځواکونو په افغانستان او عراق کې بې وسه سړي، بې وسلې ځوانان، کارګر، بزګران، په خواږه خوب ویده ماشومان او حتی په جګړو کې نیول شوي اسیران په خورا بې رحمۍ وژل. د برېټانوي ځواکونو دغه اعترافلیک کې ویل شوي چې په پوره قساوت یې په شپنیو عملیاتو کې بې وسې افغانان وژلي او دملګرو ترمنځ به یې د وژنو د نوملړ د غځونې پر سر سیالي روانه وه. د یاد کال په مې میاشت کې افغانستان کې د یوه مامور پوځي له خولې بي بي سي لیکلي: «ما په خپلو سترګو وليدل، چې يو ماشوم يې ولچک کړ؛ بيا يې پرې ډز وکړ. هغه هېڅ ګواښ نه و، يوازې يو کوچنی هلک و.» د دوی په وینا، کله ناکله به یې بې وسلو کسانو سره وسلې اېښودې چې یاد ملکي کسان وسلهوال وښیي.
د بي بي سي په یاد راپور کې د افغانانو په وینو ککړو ۳۰ برېټانوي عسکرو منلې وه چې بې ګناه انسانان یې قتل کړي. حتی یوه پخواني سرتېري خو ویلي و چې د انسانانو په وژلو عادت شوي و او دوی له خپل رواني اعتیاده اړ و چې یو څوک ووژني؛ نو ځکه به د کلیوالو په مېنو، مېلمستونونو ورختل او په خواږه خوب به یې ابدي ویده کول.
دا یوازې برېټانوي ځواکونه نه دي چې په خپلو ګناهونو او جنایتونو اعتراف کوي؛ بلکې د اسټرالیا، امریکا او فرانسې په شمول د ناټو غړو هېوادونو هم منلې چې افغانستان کې یې د ماموریت پرمهال جنګي جنایتونه ترسره کړي دي. دغه برېټانوي ځواکونه چې د انسانانو په وژنې روږدي شوي وو، ډېریو یې په خپلو هېوادونو کې جرمي کړنې ترسره کړي او حتی ځان وژنو ته هم اړ شوي دي. دا سرتېري د خپل وجدان له عذابه اړ شوي چې پر خپلو ګناهونو اعتراف وکړي او حتی د دروني درد له امله اړ شوي چې ځانونه ووژني.
د نړېدلي جمهوریت مشرانو به په بې وسۍ امریکایي ځواکونه ملامتول چې په خپلسري ډول عملیات کوي او بې ګناه انسانان وژني. له بل پلوه د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد افغانستان کې د ماموروشویو ناټو ځواکونو د جنګي جنایتونو د څېړنې په تړاو ویلي و چې دا یو نمایشي حرکت دی. هغه زیاته کړې، چې امریکايي او ناټو ځواکونو په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال ډېر جنګي جنایتونه کړي، چې باید د یوې بې پرې ادارې له خوا وڅېړل شي، ترڅو د ښکېلو خواوو له خوا ومنل شي. مجاهد همداراز ټینګار کړی چې د ناټو غړي هېوادونه باید په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.
ښاغلي مجاهد وړاندې ویلي، « په اشغالګرو ځواکونو د خپلو جنګي جنایتونو د څیړلو لپاره هیڅ باور نه لري. له بلې خوا دوی هڅه کوي هغه جنایتونه چې په افغانستان کې یې په شلو کلونو کې ترسره کړي یوازې څو عسکرو ته منسوب کړي ترڅو خپل ټول ځواکونه له دغو جنایتونو څخه تبرئه کړي. دا یو نمایشي عمل دی چې ګټور نه دی.»
د مسیر په نوم یوې ورځپاڼې سه شنبه، ۱۳۹۸ تلې دویمه هلمند کې د واده پر مراسمو د قتل عام په تړاو لیکلي، « د هلمنـد پـه موسـی کال کـې د ګـډو ځواکونـو پـه هوايـي برید کـې تـر ۴۰ د ډېرو ملکـي وګړو د وژل کېـدو خبرونـه ورکـړل شـوي دي. که څه هـم حکومـت د وسـله والـو او آن د بهرنیو وسـله والـو د وژلـو ادعـا کـوي، خـو رسـنیو تـه د وژل شـوو ماشـومانو او نـورو بېګنـاه وګـړو تصویرونـه او ویډیوګانـې رسـېدلي دي. ځايـي خلـک چې پـرون یـې پـه موسـی کال کـې لاریون هـم کړی و، وايـي چـې ټول وژل شـوي ملکـي وګړي دي او بریـد تـر واده وړانـدې د نکریـزو د شـپې لپاره پـر را ټولـو شـوو خلکـو شـوی دی. دلتـه دوه بحثونـه دي. لومړی دا چې اشرف غنـي او نـور چارواکي د دغو وحشـتونو د مخنیـوي اراده نـه لـري. دوی غـواړي خلـک همداسـې ووژل شي، وحشـت وشي، پـر خلکـو کورونـه ور ونـړول شي، ښـځې او ماشـومان پـه نیمـه شـپه کـې پـه وحشـت ووژل شي. دا چـاره دوی پـه خپلـه ګټـه ګڼـي او ورتـه مهمـه نـه ده چـې د دې خـاورې ښـځې او ماشـومان پـه څومـره وحشـت سره وژل کېـږي. دویـم دا چـې ښـايي دوی د دغـو بریدونـو او وحشـتونو د مخنیـوي تـوان ونـه لـري. پـه افغانسـتان کـې دغـه ډول بریدونـه او وحشـتونه یـا مخامـخ امریکایـان کـوي او یـا یـې هـم د ايس ای اې هغـه جنګیـايل کـوي، چـې پـه ظاهـره پـه افغـان امنیتـي ځواکونـو پـورې تـړلي دي.»
د اریانا نیوز په ویبپاڼه د وري په دویمه، ۱۳۹۷ کال کندز کې د دستاربندۍ په مراسمو د بمبار په تړاو د مسلمانانود ټولنې له قوله راخیستل شوي، « د مسلمانو علماوو ټولنې (رابطة علماء المسلمین) په یوې اعلامیه کې د کندز د بمبار وروستۍ پیښه په کلکه تقبیح کړې او په دې اړوند یې د اسلامي هیوادونو، رسنیو او مطبوعاتو چوپتیا د تعجب وړ بللې.
د یادې ټولنې عالي شورا د کندز د دستاربندۍ د عام وژنې په غندنې سربېره، په افغانستان کې امریکايي ځواکونه «متجاوز اشغالګر» بللی او په اسلامي نړۍ یې غږ کړی چې اړیکي ورسره قطع کړي.
نوموړې ټولنې په ټولو علماوو او خطیبانو غږ کړی چې د جمعې په خطبو کې د دشت ارچي له عام وژنې څخه مسلمانان خبر کړي او خپل الهي مکلفیت ترسره کړي.
د مسلمانو علماوو ټولنې د افغانستان په کندز ولایت کې زمونږ په مسلمانو وروڼو باندې ترسره شوی جنایت څارلی، کوم چې د تیرې دوشنبې په ورځ په یوې دینې مدرسې د امریکايي اشغالګرو د بمبار په نتیجه کې رامینځته شو، ۱۰۰ کسان یې ووژل او ۵۰ نور یې ټبیان کړل. جنګي الوتکې د قرآن کریم د حفظ د دستاربندۍ په محفل برید وکړ.
دا لومړی ځل نه دی چې په کندز کې د عام وژنې جنایت ترسره کیږي، تر دې مخکې د ۲۰۱۶ د اکتوبر په ۳مه د امریکا ځانګړو ځواکونو جنګي الوتکو د بې پولې ډاکټرانو روغتون بمبار او ۴۲ کسان یې ووژل.»
په لنډه توګه ویلای شو چې دا له خرواره د مشت یوه نمونه وه. دا او ورته د وحشتونو کیسې دومره ډېرې دي چې ښایي زرګونه پاڼې پرې تورې شي. نه هم دا د ناټو ځواکونو لومړی ځل دی چې خپل پټ جنایتونه بربنډوي. اړینه خو دا ده چې دا او ورته پېښې ناپېیلې وڅېړل شي، زیانمنو کورنیو ته جنګي غرامت ورکول شي او مجرمینو ته سخته سزا ورکړل شي. د بشري حقونو سمبولیک یا تش په نوم بنسټونه که رېښتیا د بشري حقونو دعوادار وي، نو په افغانستان کې دې د بهرنیو ځواکونو له لوري د شویو جنایتونو په اړه خپل غږ پورته او د محاکمې لپاره دې یې ګړندي ګامونه اوچت کړي، نه داچې په خپل توپیري چلند سره خلکو ته ناسم معلومات ورکړي.

