ډېر لوستل شوي

دوښمنې کورنۍ او قومونه یو بل ته ګوته په ماشه نه؛ بلکې د پوخلاینې په ټغر ناست او سوله کوي

د ښکېلاکګرو په تړاو یوه ډېره مشهوره مقوله ده چې دوی په خپله ایجاد کړې. «بېل یې کړه، اېل یې کړه.» هغه وسله ده چې تل انګرېز او نورو قوتونو د افغان واحد ملت پر خلاف کارولې او پر یوه ټغر راټول د ګڼو ګډو مشترکاتو لرونکی ملت یې په ډلو ټپلو وېشلی او په اسانه یې خپلو ناوړو موخو ته اېل کړ. د ماکیاولي په نوم یو بل ایټالوی سیاست پوه چې سیاسي نظریې یې خطرناک هم ګڼل کیږي، ویلي: « ښکېلاکګر او غاصب قوتونه تل هڅه کوي چې په یوه ګډه جغرافیه کې په استوګنو قومونو کې وېش وکړي، واک لږکیو(اقلیت) ته وسپاري او اکثریت ورته تابع کړي.» ددغه سیاست ګټه دا ګڼل کیږي چې اقلیت تل د خپل ځان د محوې په غم کې وي او د یوه بهرني ځواک ملاتړ ته اړتیا لري. پر دې اساس دوی د حامي ځواک غوښتنو ته په اسانه غاړه ږدي او له متابعت یې مخ نه شي اړولای. تاسو ددغو دوو پورته نظریو په تناظر کې دې پایلې ته رسېدلای شئ چې انګرېز او امریکایي پوځونو د افغان ملت په خاوره کې همدې وېش او واک سپارلو پروژه په بریالیتوب سره ترسره کړې او افغانان یې په خپلو منځو کې غوښه او چاړه کړې وو.
خو د تېرو لسیزو په پرتله چې افغانان د ژبې، مذهب، ایډیالوژي او نورو وارداتي پدیدو په توسط ډلې ډلې شوې وو او ترمنځ یې د نفاق دېوالونه دنګ وو؛ اوس د یوه واحد ملت ارمان ته رسېدونکي دي. په تېرو شاوخوا پینځو کلونو کې د افغان ملت د بیا یوځای کولو او د پخوانیو بدیو او بدبختیو په هوارولو کې له هر بل ارګان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اغېزمنه دنده ترسره کړې ده. ددغه وزارت په منځګړیتوب او هلو ځلو آن په بدیو کې هغه لتاړې کورنۍ د سولې خواږه تجربه کړل چې له دوښمنیو یې پېړۍ اوښتې وې او درې ـ څلور نسلونه یې قرباني وو. موږ وړاندې وویل چې اشغال خپله بقا په یوه پاشلي ملت کې لټوي، نه په یوه واحد او ګنډلي ملت کې. په تېرو شلو کلونو کې ښایي ډېر لږ کلي به وو چې پر ځمکو، غرو، ځنګلونو او څړځایونو به له یوه سره په دوښمنۍ کې نه و ښکېل شوي خو د هغه وخت حکومت ددغو ولسونو ترمنځ د سولې تېږه نه ده اېښودلې. حتی د ناټو ځواکونو او د هغه مهال حکومت به د هغو ولسونو او قومونو د جنګ ننداره کوله چې دوی به پکې درنې وسلې کاروې او له دواړو خواوو به لسګونه تنه پکې مړه او ټپیان شول.
په اوسمهالي افغانستان کې ژبې، هویت او قوم ته نه کتل کیږي؛ بلکې ټول ملت یو ډول حقونه لري او له یوه ډول خدمت، مکافات او مجازات څخه برخمنیږي. د لوستونکو به په یاد وي چې د ځمکو د بیا راستنولو کمېسیون د هندوافغانانو هغه ځمکې او جایدادونه بېرته دوی ته وسپارل چې وړاندې پرې زورواکو خېټه اچولې وه او ناحقه یې غصب کړې وې. همداشان د اهل تشیع هېوادوالو د مذهبي مراسمو د اداینې په پار هرکال افغان پولیس او ځانګړي ځواکونه د دوی امنیت نیسي او د خپلو مذهبي مراسمو په ترسراوي کې بشپړه ازادي لري.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ویلي چې تل هڅه کوي، د قومونو ترمنځ شته اختلافات په اغېزمنه او عادلانه توګه هوار کړي، وروڼه قومونه یوه بل ته د ورورولۍ لاس ور کړي او د وطن د ابادۍ په پار ټول په ګډه کار وکړي. ددغه وزارت ویاند په هېواد کې له یوې خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، «له هغه وخته چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، د حکومت د نورو ادارو ترڅنګ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت هم پوره اخلاص او نه ستړې کېدونکې هڅې د قومونو تر منځ د کینې او دښمنۍ د ختمولو لپاره ترسره کړې دي. د همدې هڅو برکت دی چې وزارت په تیر پینځه کلن مزل کې په ټول افغانستان کې ۳۳۴۰ لویې او وړې شخړې په سوله ییز ډول حل کړې دي. که دا ستونزې نه وای هوارې شوې، نو ګڼ شمیر کسانو ته په د هېواد په بېلابېلو سیمو کې مالي او ځاني تاوان رسېدلی وای.» دغه وزارت وړاندې ویلي، « زموږ هېواد چې د تېرو جګړو، یرغلونو او بې ثباتۍ له امله له سختو ټولنیزو او قومي ستونزو سره مخ و، په ګڼو سیمو کې د ځمکو، ملکیتونو، څړځایونو او پولیو پر سر اوږدمهالې شخړې رامنځته شوې وې، چې د مرګ‌ژوبلې، مالي زیانونو او د قومونو ترمنځ د نابرابرۍ او کینې سبب شوې وې. وزارت د علماوو، قومي مشرانو او محلي ادارو په همکارۍ د همدې ستونزو د حل لپاره په ټول هېواد کې اوږدمهاله خپرونې او هڅې پیل کړې. د دې پلان په لړ کې د ۱۴۴۳هـ.ق څخه تر ۱۴۴۷هـ.ق کاله پورې په ترتیب سره د میدان وردګو او بامیانو شخړه، د کاپیسا د نجراب ۲۳ کلنه، د نورستان ۹۱ کلنه، د پنجشیر او پریان لس کلنه، د ننګرهار د اچین ۵۰ کلنه او د جوزجان ۷ کلنه شخړې په ګډون په ټول هېواد کې ګڼې متنازعې قضیې دایمي حل شوې.»
د سرحدونو، قومونواو قبایلو وزارت مطبوعاتي مسوولینو ویلي چې دې شخړو او دوښمنیو کې یوازې ځاني زیانونه نه و اوښتي؛ بلکې میلیونه مالي تاوانونه هم ښکېلو غاړو ته اوښتي وو او له لسګونو کلونو کرنیزې ځمکې او څړځایونه هم اصلي مالکانو ته سپارل شوي. ددغو شخړو او دوښمنیو له هواري سره هغه دوښمنې کورنۍ له دایمي خوندیتوب برخمنې شوي چې کلونه کلونه یې له یوه بل څخه په ډار کې ژوند کاوه. په لنډ ډول ویلی شو چې افغانان له بل هر وخت اوسمهال خپلمنځي وحدت او یووالي ته زښته اړتیا لري. د افغانانو ملي یووالی کولای شي چې د هر ډول نامرده ګاونډي بد نیت نابود او د بل هر ځواکمن قوت، زور اوبه کړي.
#امیدراډیو

اړوند خبرونه