ډېر لوستل شوي

د پکتیکا ولسونو ښوونځیو ته نږدې څلوېښت جریبه ځمکه وقف کړه

د پکتیکا ځایي مسوولان وايي چې ددې ولایت اوسېدونکو د مرکز او ولسوالیو ۷ ښوونځیو ته ۳۷ سلنه ځمکه وقف کړېده

 دا ځمکه په مرکز ښرنه، برمل او ګومل ولسواليو کې د ۷ ښوونځیو د رغونې لپاره بېله شوه.

د پکتیکا مرستيال والي مخدوم عبدالسلام سعادت وویل چې د ولسونو له لوري به پر دغه ځانګړې شوې ځمکه ډېر ژر دښوونځیو د رغونې چارې پیل شي.

نوموړي دا هم وويل چې پکتيکا کې شاوخوا ۲۰۰ ښوونځي ودانۍ نه‌لري چې زده‌کوونکي یې په ژمي او دوبي کې ترشنه اسمان لاندې خپلې زده کړې کوي.

اړوند خبرونه