په نړۍ کې تر وسلو هم خطرناکه مافیا د درملو او یا طب مافیا بلل کیږي. دا مافیا ځکه خطرناکه ګڼل کیږي چې پرته له خبراوي څخه انسانان له دننه خوري، په مهلکو ناروغیو یې ککړوي او په پای کې یې په تدریجي ډول د مرګ کومي ته برابروي. په ټوله دونیا کې دا مافیا په یوه خطرناک بحران اوښتې، خو تر ډېره یې ځپونکي هېوادونه وروسته پاتي او یا د درېیمې نړۍ هېوادونه دي. ددغو هېوادونو وګړي ځکه په اسانه ددې مافیا ښکار کیږي، چې خلک یې بې وسه، د باکیفیته درملو پر وړاندې پاتې او له لږ معافیوي ځواک برخمن وي. حتی ددغې تورې مافیا کارکوونکي او کاروباریان د مصنوعي او بیولوژیکي جګړو، ویروسونو او زلزلو په مټ لویې ویرانۍ رامنځته کوي او شته بشري نظام له ګواښ سره مخوي؛ تر څو خپلو تولیداتو ته بازارموندنه وکړي.
افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه و چې کلونه کلونه د پاکستان له ډول ډول جعلي او بې کیفیته درملو سره مخ و او کلونه کلونه د هر افغان په بدن کې د درملو په نوم زهر پیچکارۍ شوي دي. دا چاره وروسته له هغه ډېره د پام وړ وګرځېده او حکومتي مسوولین یې هم لاس په کار کړل چې له پاکستان سره هر ډول سوداګري ودرېده، د پاکستاني درملو په تړاو شکوک پیدا شول او داسې شواهد وموندل شول چې د پاکستاني درملو په تړاو یې ګومانونه او شکوک په حقیقت بدل کړل.
ددغو شواهدو له ډلې دوه درې نمونې د لوستونکو مخې ته ږدو. د یوې نړیوالې څېړنې پر اساس، له هغې وروسته چې افغانستان ته د پاکستان درمل او خوراکي توکي بند شوي، په افغانستان کې روغتیایي ستونزې کمې شوي دي. دا ددې ښکارندويي کوي چې پاکستانیو توکو او درملو کې داسې څه و چې زموږ روغتیایي سیسټم او معافیت یې مستقیم ګواښه او کمزوری کاوه. د بي بي سي له خوا د یوې څو میاشتنۍ ساحوي څېړنې په ترڅ کې موندل شوې چې پاکستاني درمل بې کیفیته او حتی وژونکي دي. بي بي سي ددغو درملو د جعل او اصل ثابتولو په پار خپلې موندنې له لیدونکو سره شریکې کړې دي. همداشان د بي بي سي خبریال له هغه خاوند سره هم خواله کړي چې مېرمن یې د یوه سېروم له څو سي سي څاڅکو سره خپل ژوند وبایله او څو ماشومان یې ویرجنې نړۍ ته بې موره پرېښودل. دغه راز په دې وروستیو کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د درملو او خوراکي قاچاقي توکو نیول او له منځه وړل، د چارو پوهان اندېښمن کړي چې پاکستاني سوداګر او جعل کاران هڅه کوي په یوه نه یوه لاره خپل تولیدات بیا د افغانستان بازارونو ته ورپیچکاري کړي. د ۲۱۵ ام عزم قول اردو مطبوعاتي مسوولینو امید راډیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې لیکلي چې امنیتي ځواکونو د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې په تېره یوه اونۍ کې پر درملو او خوراکي توکو بار ۲۳۸ موټره نیولي او سوځولي دي.
د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر میاشت وړاندې له پاکستان سره د سوداګریز پرېکون په ترڅ کې وویل چې د درملو ټول کاروباریان او سوداګر دې پاکستان سره خپل حسابونه د ۳ میاشتو په اوږدو کې تصفیه کړي. له پاکستان سره د سوداګریز پرېکون وروسته افغان حکومت د خوراکي توکو او درملو په بدیلو بازارونو کار وکړ او غوښتل یې چې د پاکستان پر ځای بدیل مارکېټونه ومومي. دغې ستونزې ته د حل په موخه افغان حکومت له ایران او هند څخه د باکیفیته درملو د رالېږدولو هوکړې لاسلیک کړې او له هند څخه هم د ۲۵ قلمو درملو لومړۍ جوپه هېواد ته راورسېده. د درملو په برخه کې د ځانبسیاینې او همکارۍ د پراختیا په پار د عامې روغتیا وزیر د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا هندوستان ته ولاړ. روغتیا وزارت له هندي مسوولینو سره د افغان پلاوي د ناستې اړوند ویلي، « د عامې روغتیا وزارت تخنیکي ټیم هندي پانګوال وهڅول، چې د افغانستان په داخل کې د درملو د تولید برخه کې کار وکړي او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان د نړیوالو معیارونو مطابق، خوندي او باکیفیته درملو ته اړتیا لري، د درملو د وارداتو برخه کې باید کیفیت، معیاري توب او مناسب قیمت ته ځانګړې پاملرنه وشي. بل لوري د هند هېواد د خوړو او درملو اتحادیو مسؤلینو د خوړو او درملو د کیفیت او قیمت په برخه کې تخنیکي ټیم ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، د معیاري درملو د تولید او صادراتو ترڅنګ چمتو دي، چې د درملو په برخه کې تخنیکي همکاري او هم افغانستان کې پانګونه وکړي»
د دودیز درملنې کنفرانس چې د هند هېواد د ایوش وزارت سره په همغږۍ جوړ شوی و د نږدې ۱۰۰ هېوادونو استازو، د نړۍ د ۲۳ هېوادونو د روغتیا وزیرانو، د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څخه مسلکي متخصصینو او د روغتیا نړیوال سازمان د ټولو حوزو مسوولینو پکې برخه اخیستې وه. په یاد کنفرانس کې د دودیزې درملنې په معیاري کیدنې، د دې درملنې اړوند اشخاصو پر روزنې، دودیزه درملنه په یو حقیقت منلو او د دې درملنې لپاره د تجاربو شریکولو اړوند خبرې تر سره شوې. د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ په کنفرانس کې د ګډون موخه په افغانستان کې د دودیزې درملنې معیاري کېدل، نصاب او اصول ورته ټاکل او نظم ښودلی دی.
افغان وزیر په دغه ناسته کې د سنتي درملو او طب پر نقش او اهمیت هراړخیزې خبرې کړي او په وینا یې معیاري سنتي طب کولای شي چې خلکو ته روغتیایي چوپړ پراخ کړي.
هند ته د سفر په ترڅ کې د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان له عمومي مشر «ټیډروس ادهانوم» سره د کتنې سربېره د ۲۳ هېوادونو د روغتیا له وزیرانو سره جلا جلا کتنې کړي. د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې په هېواد کې د پولیو ویروسي ناروغۍ تشخیص په موخه د معیاري لابراتوار خدمتونو پر څرنګوالي او د روغتیايي سیستم پر پياوړتیا خبرې شوې دي. سرچینې لیکلي چې مولوي نور جلال جلالي او د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر همداراز د افغانستان په ۳۱۸ ولسوالیو کې د جوړېدونکو روغتونونو په تجهیز هم بحث کړی دی.
روغتیا وزیر هند ته د شپږ ورځني سفر وروسته کابل کې یوه رسنیز کنفرانس ته ویلي چې نوموړي د خپل شپږ ورځني سفر پر مهال له هندي چارواکو سره د روغتیا په ځانګړې توګه د دودیزې درملنې په برخه کې مهمې خبرې کړې دي. ښاغلي جلالي ویلي، د هند د دودیزو، یوناني، ایورویدي او طبیعي درملو وزارت «ايوش» له وزیر شري پرتاپراو جادف سره په لیدنه کې، په کابل کې د دودیزې درملنې د انسټېټيوټ او څېړنیز مرکز د جوړېدو، د اړوند کادرونو د روزنې او د دوه اړخیزو همکاریو د هوکړهلیک پر لاسلیک هم خبرې شوې دي.
په دې کنفرانس کې ښاغلي جلالي دغه راز ويلي، چې د هند د ایوش وزیر د څېړنیز مرکز، نصاب تطبیق، انسټېټيوټ جوړولو او نورو روغتیایي برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده. مولوي نورجلال جلالي همداراز ویلي، چې هندي لوري ډاډ ورکړی، تر څو افغانستان د روغتیا په برخه کې پر ځان بسیا شي. نوموړي د درملو د احتکار پر وړاندې خبرداری ورکړ او ويلې يې دي، چې احتکار ګناه او له ولس سره جفا ده او د مخنیوي لپاره یې د نظارت ټیمونه هڅې کوي.
د عامې روغتیا د یادښت له مخې اوسمهال په ټول هېواد کې د درملو واردولو تر ۴۰۰زیات شرکتونه فعالیت کوي. د وزارت له قوله، هېواد دننه دا مهال شاوخوا ۲۰ سلنه درمل تولیدېږي او هڅه روانه ده، څو کورني تولیدات پیاوړي او پر خپلو امکاناتو تکیه زیاته شي.
#امیدراډیو

