د بدخشان امنیتي ځواکونو ویلي چې د دې ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د نشه یي توکو د تولید یوه کارخانه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د بدخشان امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار وایي چې دغه کارخونه د بهارک ولسوالۍ په بند دو کلي کې د عملیاتو پر مهال کشف او له منځه وړل شوې ده.
په دغه کارخونه کې هېروئین، شیشه، تېزاب او نور توکي تولیدېدل چې امنیتي ځواکونو له منځه یووړه.
ویل کيږي چې امنیتي ځواکونو ددغې کارخونې مسوول هم نیولی دی. د یادونې وړ ده چې د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په بنسټ په ټول هیواد کې د نشه یي توکو پلور، پېر او قاچاق منع دی او له سړغړونکو سره جدي چلن کیږي.