ډېر لوستل شوي

تر دوه نیم زرو زیات پنجشیري ځوانان د اردو او پولیسو لیکو ته جذبیږي

د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم په یوه ښاري ناسته کې ویلي، چې تمه ده په روان لمریز لېږدیز کال کې تر ۲۶۰۰ زیات پنجشیري ځوانان د اسلامي ملي اردو او پولیسو لیکو ته جذب شي.

ښاغلی حکیم زیاتوي چې د اسلامي امارت د مشرانو په لارښونه به د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال لپاره دوه زره تنه د پولیسو، ۶۰۰ تنه به د اسلامي ملي اردو نظامي لیکو او ۸۰ نور پنجشیري ځوانان به ملکي بستونو ته جذب شي.

په دغه ناسته کې چې د بازارک ښاروالۍ له لوري جوړه شوې وه، ددې ولایت مشرانو او ځوانانو له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ ښودلی دی.

دوی د دولت او ولس مخامخ اړیکې او همکاري اړینه بللې ده.

د ویلو ده چې اوسمهال په پنجشیر کې بشپړ امنیت دی او هېڅ ډول امنیتي ګواښ پکې نه لیدل کیږي.

اړوند خبرونه