د کابل ښاروالۍ استازي نعمتالله بارکزي نن (جمعه، مرغومې ۱۹مه) په یوه ویډیويي پیغام کې په دې وروستیو کې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېدونکې د ځانګړو سیمو ژباړل شوې لوحې جعلي بللي چې.
نوموړي ویلي، ټولې هغه لوحې چې پکې د ځانګړو سیمو نومونه له دري پښتو ته ژباړل شوي، ناسم او جعلي دي.
نوموړي وړاندې زیاته کړې، «د ښاروالي له لوري د پتېموندلو لوحو کې د سیمو نومونه په دري، پښتو او انګلیسي ژبو لیکل شوي، خو خاص نومونه یې نه دي ژباړلي.» ښاغلي بارکزي همداراز په کابل کې د شاوخوا سل پوړیزې ودانۍ د جوړېدو خبر هم تشه اوازه بللې.
د ژبپوهانو پر باور د اشخاصو، ځایونو او څیزونه نومونه ټکی په ټکی ژباړل ناسم او ډېری وخت ابهام رامنځته کوي.

