د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت د شکایتونو اورېدلو مرستیال شیخ سید علي صدیق الله کابل کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې ویلي چې د امیرالمؤمنین حفظه الله په حکم د شکایتونو اورېدلو نوی قانونو توشېح او پلی شوی دی. ښاغلی صدیق الله وایي چې ددې قانون په مټ به هېوادوالو ته په ازادانه توګه د شکایت کولو زمینه برابره شي.
نوموړی زیاتوي چې دې وزارت په تېر یوه کال کې یو زر او اوو سوو شکایتونو ته رسېدنه کړې ده.
د ویلو ده چې دغه وزارت د نظامي مسوولینو د ناسم چلند په اړه پلټنې کوې او له هیوادوالو یې د مستندو شکایتونو د ثبت غوښتنه کړې ده. د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له هیوادوالو غوښتي چې د نظامیانو د ناسم چلند په وخت کې په خپلواکه توګه خپل مستند شکایتونه دغه وزارت ته ورسوي.