ډېر لوستل شوي

د سالنګ له يخنۍ د ژغورنې بشري اقدام؛ بند پاتې مسافر خوندي ځایونو ته لېږدول شوي

د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۲۱ شهید آفتاب (رح) فرقې دفاعي ځواکونو بېګاه شپه د سالنګ د ریک‌رېشن سیمې ته نږدې په سړه هوا او واورو کې بند پاتې مسافر خوندي ځايونو ته لېږلي دي.

د يادې فرقې د رسنيو دفتر وايي، د دفاعي ځواکونو له لوري دا مسافر خوندي ځایونو ته انتقال شوي او اړینې مرستې هم ورسره شوې دي.

دا په داسې مهال ده، چې د ملي دفاع وزارت د ٢٠٩ الفتح قول اردو اړوند د دولسمې سرحدي لواء د درېیم کنډک منسوبینو د حيرتان په لويه لاره کې د واورې له امله بند پاتې هېوادوال هم ژغورلي دي.

اړوند خبرونه