ډېر لوستل شوي

هواپېژندنې ادارې په ۲۱ ولایتونو کې د ورښت اټکل کړی

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د سالنګونو په نورستان، کونړ، بغلان، پروان، لوګر، پکتیا، پکتیکا، میدان‌وردګ، بامیان، غزني، زابل، روزګان، دایکنډي، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې د واورین او باراني ورښت اټکل کړی دی.  

د دې ادارې په خبرپاڼه کې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ – ۴۰ ملي مترو او د واورې کچه له ۱۰ – ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې ده. 

هواپېژندنې ادارې همداراز په مرکزي او سوېلي ولایتونو کې د تېزو بادونو پېښېدو اټکل هم کړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ – ۹۵ کیلومترو پورې وي. د یادولو ده چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د هېواد ډېر ولایتونه د درنې واورې ورېدو شاهدان وو.

اړوند خبرونه