ډېر لوستل شوي

“له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي اداره له موسسو سره د هوکړه‌لیکونو لاسلیک ته ژمنه ده”

له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې لوی رییس، ملا نورالدین ترابي د TSDO موسسې له رییس، نوید احمد او مل پلاوي سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همغږیو په اړه خبرې کړې دي.  

د دې ادارې په خبرپاڼه کې د ښاغلي ترابي له قوله ویل شوي چې له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي اداره د ځپل‌شویو او اړمنو کورنیو ته د رسېدنې په برخه کې له بېلابېلو موسسو سره همغږي لري او د نوي کال لپاره یې د اړمنو کسانو لېست چمتو کړی دی.  

سرچینې لیکلي

 په دې کتنه کې ملا نورالدین ترابي همداراز ویلي، له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي اداره ژمنه ده چې له موسسو سره پر وخت او بې له ځنډه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي او د دې ادارې اړوند ولایتي ریاستونه هم له موسسو سره د پروژو پلي کولو برخه کې همکارۍ کوي.

سرچینې لیکلي چې بلخوا د TSDO موسسې رییس د خپلو پروژو د پلې‌کولو په برخه کې شته ستونزې له ملا نورالدین ترابي سره شریکې کړې او د همکاریو غوښتنه یې کړې ده.

اړوند خبرونه