ډېر لوستل شوي

د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکتر شرافت زمان امرخېل وايي، د پولیو ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسین تازه کمپاین د روان ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ له ۲ تر ۵ نېټې پورې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې تطبیقېږي.

د ښاغلي امرخېل په وينا، دغه کمپاین به په کابل، ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، بلخ، فاریاب، کندز، هرات او بادغیس ولایتونو کې د فبرورۍ له ۲ تر ۵ پورې ترسره شي.

خو په کندهار، هلمند، اروزګان او زابل ولایتونو کې به یاد کمپاین د فبرورۍ له ۳ تر ۶ نېټې پورې عملي کېږي.

همداراز، د لا ښه چمتوالي او بشپړ پوښښ په موخه، دغه کمپاین به د فاریاب ولایت په دوو ولسوالیو او د بادغیس ولایت په دوو ولسوالیو کې د فبرورۍ له ۹ تر ۱۲ پورې تطبیق شي.

مسوولین وايي، د کمپاین د تطبیق پر مهال به شاوخوا ۷.۳ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، د پولیو ضد واکسین تر لاسه کړي.

اړوند خبرونه