نن سبا «اپسټین ارشیف» په ټوله نړۍ کې خورا زیاته غوغا راپورته کړې، ګڼې پوښتنې یې زېږولي او یاده موضوع په خواله رسنیو کې خورا ګرمه شوې ده. له دې ورهاخوا له خلکو سره ډول ډول پوښتنې ګروېګنې پیدا شوي چې د نړۍ د بشري حقونو ټاکوونکي، مدافعان او خواخوږي څنګه په دومره لوی او بوږنوونکي جنایت لاس پورې کولی شي؟ د جیفري اپسټین په نوم یوه امریکایي د نړۍ د میلیاردرانو، سیاستمدارانو او بډایه وګړو د بلکمېلولو په پار یوه جزیره وپېرله او هلته یې د نړۍ مشهورې سیاسي، سوداګرې او بانفوذه څېرې ورسوقولې. په دې جزیره کې به اپسټین د خپلې مېرمنې او نورو نږدې ښکېلو کسانو په مټ وړې او تنکۍ نجونې کوربنو ته د جنسي استفادې او ربړونې په پار وړاندې کولې. په دې قربانیانو کې له شپږ، اووه کلنۍ نیولې تر ۱۷ کلونو نجونې شاملې وې چې روایت یې د انسان غوني ځیږه کوي او له غربي تمدن او په ټوله کې یې د انسان په نوم له خپل ځان څخه هم کرکه پیدا کیږي. د اپسټین په ارشیف کې د امریکا د پخواني ولسمشر کلېنټن څخه نیولې تر اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پورې د ولسمشرانو نومونه سجل شوي، همداراز په دې ارشیف کې د برېټانیا د شاهي کورنۍ، د عربو شیخان، مشهور پانګوال او د مایکروسافټ کمپنۍ بنسټګر بېل ګېټس، د سټیفن هاکېنګ په نوم معلول، خو مشهور ساینس پوه، د فوټبال ستر ستوري او یو شمېر فلمي لوبغاړي شامل دي.
د اپسټین له ارشیف څخ ترلاسه شوی تر ټولو ډاروونکی او لړزونکی اړخ دا دی چې دوی انساننما انسانانو به په کوچنیو ماشومانو او نجونو جنسي تېري وکړل، بیا به یې بدن ور وڅېره، وینې او غوښې به یې وخوړلې. د اپسټین فایلونه(ارشیف) په تور بازار کې د نړۍ د مشهورو څېرو د جنسي زبېښاک او جنسي قاچاق هغه مستندونه دي چې په همدې ټاپو کې اپسټین او ملګرو لخوا ترې ثبت شوي. په لکونو انځورونه، په زرونو ویډیوګانې او په لکونو متني قضیې دا ښیي چې ددې ستر جنسي زبېښاک تر شا یوازې د اپسټین او د نوموړې د مېرمنې لاس نه دی؛ بلکې ښایي چې ددې ستر او نهبښونکي جنایت تر شا د یوې لویې شیطاني شبکې او یا کوم مضر هېواد لاس وي.
اوسمهال داسې ګنګوسې لاس په لاس کېږي چې ددغه لوی شیطاني جال او او دام مهار او کنټرول د اسراییلو په لاس کې دی او هغه وخت ددغه جنایت د بربنډونې هڅې کوي چې کله یې غوښتنې ونه منل شي او یا یې په وړاندې څوک ننګونې او خنډونه رامنځته کړي. د اسراییلو خپلسري وحشتونه او پر وړاندې یې د عربي او غربي هېوادونو سرټیټي ښیي چې دا خلک په کلکه بلک مېل دي او د هو، نا اجازه یې له هغو خلکو سره ده چې د عزت او بېعزتي رسۍ یې په لاس کې دي. په امریکا، اروپا او عربي هېوادونو کې ګڼ چارواکي او بانفوذه اشخاص د اسراییلو پر وړاندې بې وسه دي.
دا یوازې د اپسټین جزیره نه ده، نه یوازې دا لومړۍ پېښه ده چې د ډېرو خلکو عزتونه پکې لوټ کیږي؛ بلکې شیطاني هېوادونو هر وخت او هر ځای هڅه کړې چې په دغه دام کې پیاوړي او بانفوذه اشخاص موخه وګرځوي او بیا همدغه کمزوري خو زبېښوونکي کسان پرې خپلې اجنډاوې تطبیق کړي. اوس داسې فکر کیږي چې د نړۍ مهار د ډېرو فاسدو او بېشرمو انسانانو په لاس کې دی. د داسې انسانانو چې ریموټ یې د نورو په لاس کې وي؛ تر څو خپلې غوښتنې پرې په اسانه ومني. په افشاء شویو فایلونو کې د سرمایهدارانو، د ډېری خلیجي هېوادونو سفیرانو، وزیرانو او نورو چارواکو نومونه شته، حتی د محمد بن سلمان زوی او د قطر او کوېټ ډېرو لوړ پوړو غړو نومونه او انځورونه هم افشاء شوي دي.
وړاندې مو وویل چې د اپسټین د جزیرې په مراجعینو کې د امریکایي، عربي او غربي هېوادونو ګڼ بانفوذه اشخاص شامل دي. په دې کې زیاتره هغه خلک هم شته چې د نړۍ لپاره یې د بشر د حقوقو قوانین جوړول، یا یې تصویبول، یا یې د تطبیقولو نغارې وهلې. دوی په معصومو نجونو او ماشومانو جنسي تېري کړي، په داسې انسانانو چې همدا غرب ورته قانون ایښی چې آن تر ۱۸ کلنۍ واده نه شې کولی؛ مګر راځئ دا محاسبه وګورئ چې قانون ګذارونو دا قانون څومره ساتلی او که یې ګوزار کړی؟
هغه څه چې د اپسټین له ارشیفه بربنډ شوي، دا یوازې تورونه نه دي؛ بلکې د یوې مکملې تمدني حوزې هغه نقاب دی چې وڅیرل شو؛ د هغه تمدني حوزې چې ځانونه د اخلاقیاتو، بشري حقونو، تمدن او ارزښتونو پالونکي او پیشوایان ګڼي. دا پېښې دومره بوږنوونکې دي چې د انسان وجدان په محاکمه بدلوي او په نوم انسان څخه یې کرکه کیږي. له دغه ستر جنایت دا راڅرګندیږي چې غربي نړۍ په اخلاقي لحاظ څومره پسته او لوېدلې ده. دا ښیي چې دا توره نړۍ هېڅ برید نه پېژني او انسان ورته د مخلوقاتو اشرف نه، بلکې د خپل خواهش د سړولو یو مصرفي لوښی ښکاري.
اوس پوښتنه دا ده چې که خدای مه کړه، داسې جنایتونه د یوه متدین مسلمان لخوا شوي وای او یا په دې جال کې ککړ انسانان له یوې مخې مسلمانان وای؛ ایا د نړۍ کفارو به اسلام له جنایت او محوې سره نه و تړلی؟ خو اوس پوښتنه دا ده چې پر دې اخلاقي پستۍ ولې د حقوقو او اخلاقیاتو مدعیانو خولې ګنډلي دي؟ هغه ژبې او ګوتې چې د مسلمان په نوم اورېدو د غندنې، بندیز او محوې په نوم خوځیږي، اوس ولې بې حرکته او بې ساه دي….

