د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني وايي، چې سرطاني ناروغۍ هر کال میلیونونه وګړي تر اغېز لاندې راولي او په دې برخه کې عامه پوهاوی بنسټيز ارزښت لري.
د اميد راډيو خبريال د «سرطان ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي» غونډه کې د ښاغلي حقاني په حواله ويلي، چې د سرطان ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی یوازې د عامې روغتیا وزارت مسوولیت نه دی، بلکې ټول هېوادوال، کورنۍ او مخور باید د دې ناروغۍ د مخنیوي او پېژندنې په برخه کې ونډه واخلي.
ښاغلي حقاني ډاډ ورکړی، چې د عامې روغتیا وزارت د سرطان په ګډون د ټولو غیرساري ناروغیو پر وړاندې جدي هڅې روانې ساتي. د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په وینا، یاد وزارت تېر کال د سرطاني ناروغیو د درملنې د ځانګړي روغتون ژمنه کړې وه، چې دا مهال یې د جوړېدو بهیر روان دی او ټول هېوادوال یې د عملي کېدو شاهدان دي.

