ډېر لوستل شوي

“هېواد کې به ډېر ژر پرمختللي جراحي عملیات پيل شي”

د افغانستان د جراحانو ټولنې بنسټ اېښودونکی پروفېسور ډاکټر بسم‌الله شیوامل وايي، چې په هېواد کې به په نږدې راتلونکې کې پرمختللي جراحي عملیات پيل شي.

د اميد راډيو خبريال په کابل کې د يو خصوصي روغتون له لوري د «سينې جراحي عملياتو لومړنی نړيوال کنفرانس» کې د شيوامل په حواله ويلي، چې دا مهال د هېواد په ډېری روغتونونو کې داسې پرمختللي جراحي عملیات ترسره کېږي، چې تر دې وړاندې په افغانستان کې نه ترسره کېدل، او دا د هېوادوالو لپاره د خوښۍ وړ پرمختګ دی.

د نوموړي په وینا، هڅې روانې دي څو د جراحي په برخه کې لا نورې پرمختیاوې هم رامنځته شي او روغتیايي خدمتونه لا معیاري شي. پروفېسور شیوامل له مسوولینو غوښتي، چې د هېواد د جراحانو د مهارتونو د لوړولو لپاره دې علمي او اکاډمیک کنفرانسونه او مسلکي پروګرامونه په لاره واچول شي، څو له لا ډېرو لاسته‌راوړنو څخه برخمن شي.

اړوند خبرونه