د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د سالنګونو لويه لار د واورو تر بشپړې پاککارۍ وروسته د ترافیکو پرمخ پرانېستل شوې ده.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي، اوس مهال د مسافر وړونکو وسایطو تګــراتګ له دواړو لوريو ازاد دی او باروړونکو لنډو (۱۰ ټیره) وسایطو ته پرته له ټیلرو، له شمال څخه جنوب لوري ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده.
د ښاغلي حقشناس په وينا، د سالنګ ترڅنګ په بامیان ولایت کې د یو شمېر مهمو مسیرونو او کوتلونو، همداراز په میدان وردګ، سرپل او غور ولایتونو کې ګڼې لارې د واورو له پاککارۍ وروسته بېرته پرانېستل شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې د غور ولایت یوازې درې مسیرونه لا هم تړلي پاتې دي.
وزارت له موټرچلوونکو غوښتي، چې د سفر تر مخه د لارو له خلاصون ډاډ ترلاسه کړي او اړین وسایل لکه چینونه، ګرمې جامې او روغنیات له ځان سره ولري.

