کورنیو چارو وزارت وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې په هېواد کې د نشه یي توکو ۳۷۷ کارخونې د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي دي.
دغه خبره د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع نن (پنجشنبه، وري ٩مه) د حکومت د رسنيو په مرکز کې په يوه خبري غونډه کې وکړه.
د ښاغلي قانع د معلوماتو پر بنسټ، له نشه يي توکو سره د مبارزې په ترڅ کې د دغو توکو د توليد اته دستګاوې هم له منځه وړل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند معلومات ښيي چې په تېرو شپږو میاشتو کې دغه وزارت په ټول هېواد کې ۳۶۴۵ هکتاره ځمکه د نشه يي توکو له کښت څخه پاکه کړې ده.
مفتي قانع د کورنیو چارو وزارت په استازولۍ د تېرو شپږو میاشتو لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د نشه یي توکو پر وړاندې پرېکنده مبارزه کړې او د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼ نړیوال بنسټونه په دې برخه کې د امنیتي ځواکونو هڅې ستایي.