ډېر لوستل شوي

څرخي پله مرکزي زندان کې د زندانیانو لپاره د مسلکي زده‌کړو ټولګي پرانېستل شوي

د څرخي پله مرکزي زندان کې د زندانونو چارو د سمون ادارې او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په ګډه همکارۍ او د «خان پور» خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، د زندانیانو لپاره د مسلکي زده‌کړو درې میاشتني ټولګي پرانېستل شوي دي.

په دې غونډه کې د اميد راډيو خبرال د معلوماتو له مخې، د دې ټولګیو له لارې به زندانیانو ته په خیاطۍ، غالۍ اوبدلو، سولر جوړونې او موبایل جوړونې برخو کې نظري او عملي زده‌کړې ورکول کېږي، څو تر خوشې کېدو وروسته د کار او ځان بساینې زمینه ورته برابره شي.

د یادونې ده، چې دا پروګرام د زندانیانو د اصلاح، مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا او د بیا ادغام په موخه پیل شوی دی.

اړوند خبرونه