د لوړو زدهکړو وزارت مرستيال شیخ ضیاالرحمن مدني وايي، چې د ماشومانو په روزنه کې والدین او استادان تر ټولو ستر مسوولیت لري او باید د راتلونکي نسل د سمې روزنې لپاره خپل مسوولیت په بشپړ ډول ادا کړي.
د اميد راډيو خبريال د علومو اکاډمۍ له لوري د ماشومانو د روزنې په تړاو جوړ شوي سیمینار کې د ښاغلي مدني په حواله ويلي: “که اسلامي او شرعي لارې تعقیب شي، نو اولادونه به د ښې تربیې څښتنان شي او د هېواد راتلونکی به له لاسته راوړونو ډک وي.”
د شیخ ضیاالرحمن مدني په وینا، د ماشومانو د روزنې او تربیې برخه لا ډېرو هڅو ته اړتیا لري او باید دې برخه کې جدي کار وشي. د لوړو زدهکړو وزارت مرستيال زياته کړې، زموږ د پاتې راتګ یو لامل دا دی چې تر اوسه مو خپل ماشومان د اسلامي او شرعي احکامو پر بنسټ نه دي روزلي. هغه ټینګار کړی، که ماشومانو ته په دې برخه کې سمه زدهکړه او روزنه ورکړل شي، نو راتلونکی به یې روښانه او له بریاوو ډک وي.

