ډېر لوستل شوي

جلال اباد ښار او ولسوالیو کې ګڼې وسلې نیول شوي

د ننګرهار امنيې قومندانۍ وایي چې ددې قومندانۍ منسوبينو ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې نيولې دي.

د امنیې قومندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلی وايي؛ د ترورېزم پروړاندې د مبارزې مدیریت منسوبينو په جلال اباد ښار او ولسواليو کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې نيولي دي.

د هغه په وینا، په نيول شويو وسلو کې يو ميل ټي ټي تفنګچه، يو ميل چره ييز، يو ميل کلاشينکوف، يو اېم ۱۶، يو نارنجک، ۳۶ عدده د مخابرې انتنونه، ۲ مخابرې، ۴۰ د برېټا شاجورونه، ۲۵ د کلاشينکوف شاجورونه، ۲ د اېم ۱۶ شاجورونه، يوه د امريکايي پيکا سرپرده، ۱۰۰۰ عدده انفجاريه کپسولونه، ۲ قابه ساده دوربينونه، ۲ سوب پرتلی، ۲ جيمرې، ۲۸ فيره د نارنجک مرمۍ، ۲۵۳۸ فيره د کلاشينکوف مرمۍ، ۲۴۰ فير د اېم ۱۶ مرمۍ او ۱۵ فيره د راکټ مرمۍ شاملې دي. د ښاغلي زابلي په خبره چې دا مهمات یې  د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت اړوند ډاياک آمریت ته سپارلي دي

اړوند خبرونه