ډېر لوستل شوي

له بېلابېلو تعلیمي پروګرامونو ۵۷ زره زندانیانو د فراغت اسناد ترلاسه کړي

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د قرآن‌کریم د حافظانو د دستاربندۍ، د سیرت‌النبي (ص) سیالیو د مخکښو بنديانو ته د ستاینې او د اصلاح او تربیې مرکز د مسلکي پروګرامونو د فارغانو د تصدیق‌نامو د وېش په مناسبت ځانګړې غونډه جوړه کړې.

د اميد راډيو خبريال په دې مراسمو کې د زندانونو چارو د تعلیم او تربیې رييس مولوي نظر محمد ناصري په حواله ويلي، اوس په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی او د زندانونو سیستم د اصلاح او روزنې پر بنسټ ولاړ دی.

د ناصر په وینا، تر اوسه شاوخوا ۵۷ زره زندانیانو له بېلابېلو تعلیمي پروګرامونو د فراغت اسناد ترلاسه کړي دي.

 د زندانونو چارو د تعلیم او تربیې رييس زياته کړې، د زندانیانو د روزنې لپاره د ۸۰۰ نويو استادانو بستونه هم منظور شوي او هڅه کېږي چې اصلاح شوي کسان بېرته ټولنې ته د سالمو او ګټورو وګړو په توګه وروپېژندل شي.

د ويلو ده، چې یاده غونډه د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ پلاوي او د اسلامي امارت د لوړپوړو مېلمنو په شتون کې ترسره شوې ده.

اړوند خبرونه