ډېر لوستل شوي

موسهي کې د دوو قومونو ترمنځ د شخړې د حل لپاره جرګه جوړه شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کابل په موسهي ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د شخړې، چې له امله يې څلور تنه وژل شوي وو، د حل په موخه د خلکو په پراخ ګډون جرګه جوړه کړې ده.

د اميد راډيو خبريال په دې جرګه کې د کورنیو چارو وزارت د دفتر رييس مولوي زین‌الله عابر په حواله ویلي، په هېواد کې بېلابېل دودونه او رواجونه دي او ولسونه ډېری وخت د خپلو مشرانو لارښوونې مني.

ښاغلي عابر د شخړو پر سوله‌ییز حل ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په بخښنه کې ثواب دی او الله تعالی بخښوونکي ته ستر اجر ورکوي. د کورنیو چارو وزارت د دفتر رييس زیاته کړې، چې د تېرو شلو کلونو مبارزې او نه ستړې کېدونکو هڅو په پایله کې اسلامي نظام حاکم شوی او اوس اړتیا ده چې خلک خپل‌منځي ستونزې د تفاهم او ورورولۍ له لارې حل کړي.

اړوند خبرونه