له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې لوی رییس، ملا نورالدین ترابي د افغانستان لپاره د قزاقستان له سفیر «ګازیز اکباسوف» سره په کتنه کې د بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې ښاغلي ترابي قزاقستان د افغانستان دوست هېواد بللی او ډاډ یې څرګند کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لاپسې پراخېږي.
نوموړي همداراز د اقلیمي بدلون له امله په هېواد کې د ځپلشویو کسانو د لاسنیوي غوښتنه وکړه.
بلخوا په دې کتنه کې ګازیز اکباسوف هم ویلي چې هر کال افغانستان ته د بشري مرستو ځانګړی پروګرام لري او دا مرستې به دوام ولري، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.
له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویلي چې په دې کتنه کې همداراز پر ځینو نورو مسایلو هم بحثونه شوي دي.

