ډېر لوستل شوي

اسلامي امارت له ۴۰ ډېرو راډیوګانو ته د فعالیت جوازونه وېشلي

 د راډيو له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو پر ملاتړ بیا ځلي ټینګار کړی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران نن د فبروري په ۱۳مه د راډيو نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه غږیز کلیپ کې ویلي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته له ۴۰ ډېرو راډیوګانو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي او په هېواد کې د غږيزو رسنیو شمېر ۲۲۸ ته رسېدلی دی.

ښاغلي غفران وړاندې په یاد غږیز کلیپ کې زیاته کړې: «زموږ په ګران هېواد کې چې راډیوګانو له څو لسيزو راهيسې د اوريزو رسنیو په توګه فعالیت کړی، د معلوماتو رسونې، پوهاوي، دیني، کلتوري، ټولنیزو او سیاسي پروګرامونو په وړاندې کولو سره يې اغېزناک او قوي رول ادا کړی او دغه اهمیت ته په کتو يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې برخې ته ځانګړې پاملرنه لري.»

ده زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته له ۴۰ ډېرو راډیوګانې د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي او اوس په ټول هېواد کې د غږيزو رسنیو شمېر ۲۲۸ ته رسېدلی دی.

غفران همدارنګه ویلي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر ټولو رسنیو ټینګار کوي چې د افغانستان د خلکو اسلامي او کلتوري ارزښتونو او د وزارت د خپرونو پالیسۍ په پام کې نیولو سره مؤثر، ګټور او هر اړخیز فعالیت ترسره کړي.

اړوند خبرونه