ټاکل شوې په څو شېبو کې د «امید علمي او کلتوري مجتمع» د لومړنیو چاپي اثارو د مخکتنې ناسته پیل شي.
د اميد راډيو خبريال د مسوولينو په حواله ويلي، په دې ناسته کې به د یادې مجتمع د ۱۲ جلده چاپ شویو اثارو مخکتنه وشي او ګډونوالو ته به د دغو علمي او فرهنګي آثارو منځپانګه ور وپېژندل شي.
په چاپ شویو آثارو کې د فقهې، تاریخ، فکري او عقیدوي موضوعاتو ترڅنګ د ماشومانو د روزنې او تربیت اړوند کتابونه هم شامل دي.
د يادونې وړ ده، چې یاده ناسته د علمي او فرهنګي فعالیتونو د پیاوړتیا او د ټولنې د فکري ودې په موخه ترسره کېږي.

