د علومو اکاډمي د اسلامي بانکي چارو مشاور شیخ نورمحمد محبي وايي، چې د کتاب او لیکوالۍ له لارې کولای شو نوي نسلونه د تېرو وختونو له واقیعتونو خبر کړو او د ټولنې فکري او فرهنګي ودې ته وده ورکړو.
ښاغلي محبي د «امید علمي او کلتوري مجتمع» د چاپي اثارو د مخکتنې ناسته کې د يادې مجتمع له مسوولینو مننه کړې چې د نوي نسل روزنې او د معلوماتو وړاندې کولو په موخه یې مهم کتابونه چاپ او ټولنې ته وړاندې کړي.
محبي څرګنده کړې چې د اسلام دښمنانو د اسلامي کتابونو له منځه وړلو هڅې کړې او په وينا يې، له کتاب، مطالعې او لیکوالۍ څخه فاصله نیول د ټولنې د مرګ او وژنې سره برابره ده. د علومو اکاډمي د اسلامي بانکي چارو مشاور له نورو کسانو غوښتي، چې د امید مجتمع په څېر کړنې ترسره کړي او د علمي، فرهنګي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې ملاتړ وکړي.

