ډېر لوستل شوي

مولوي مهاجر فراهي د تاریخي څېړنو او مستند لیکنو پر اهمیت ټینګار کړی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستيال مولوي حیات الله مهاجر فراهي د «امید علمي او کلتوري مجتمع» هڅې چې د تېرو شلو کلونو اشغال په اړه یې لیکنې او څېړنې کړې، د قدر وړ بللې دي.

د اميد راډيو خبريال د «امید علمي او کلتوري مجتمع» د چاپي اثارو د مخکتنې ناسته کې د ښاغلي فراهي په حواله ويلي، اشغالګرو په تېرو شلو کلونو کې افغان ولس ته ډېر کړاوونه رسولي، او په دې اړه ژورې څېړنې اړینې دي.

د ياد وزارت مرستيال ټينګار کړې، چې محققین او لیکوالان باید د خلکو د قربانیانو، د مبارزې، ظلمونو او شکنجې په اړه مستند او دقیق معلومات ولیکي، څو راتلونکي نسلونه د دې پېښو او د مجاهدینو د مبارزې په اړه خبر شي. مولوي مهاجر فراهي زیاته کړې، جهاد فرض و او مجاهدینو وکړ، نو د دې مبارزو مستند لیکل او راتلونکې نسل ته رسول د فرهنګيانو، لیکوالانو او استادانو په غاړه فرض دی، څو راتلونکی نسل له خپل تاريخه زده‌کړه وکړي.

اړوند خبرونه