ډېر لوستل شوي

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستيال: افغان ولس د ملت په يووالي او کمو امکانانو لويو قدرتونو ته ماتې ورکړې

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال شیخ ضیاءالرحمن اریوبي وايي، افغان ولس د ملت په يووالي او کمو امکاناتو سره شوروي اتحاد، انګرېزي ښکېلاک او ناټو په ګډون امريکا ته په داسې مهال ماتې او بريا ترلاسه کړې، چې مقابل لوري پرمختللي تجهيزات درلودل.

ښاغلي اریوبي د سلواغې ۲۶مې په مناسبت جوړو شويو مراسمو کې ټینګار کړی، د باطل مقابلې ته یوازې هغه وخت چمتو کېدای شو چې د مسلمانانو تر منځ یووالی وي او قوي دفاع او مقابله رامنځته شي. د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال همداراز ويلي: “اوس مهال د افغانستان سرحدونه خوندي دي او په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی، اسلامي امارت ځواکمن سیاست، اقتصاد، تعلیم او نظام لري، چې د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره مهمې لاسته راوړنې ګڼل کېږي.”

اړوند خبرونه