کابل–جلال اباد لویه لاره د ماهیپر سیمه کې د سیلابونو له امله د لنډ وخت لپاره وتړل شوه.
د ملي دفاع وزارت د ۳۱۳ قول اردو مسوولین وايي، د دې قول اردو د سروبي لوا د پرسونل او ماشیونو په مټ دکابل–جلال اباد لویې لارې د پرانستلو هڅې روانې دي.
چارواکي ډاډ ورکوي، چې د ماهیپر سړک د بیا پرانیستلو چارې په چټکۍ سره روانې دي او ډېر ژر به یاده لارهپرانیستل شي.
د ویلو ده چې وروستیو اورښتونو او سېلابونو د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.