ډېر لوستل شوي

کابل کې د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د تطبیق پروګرام جوړ شوی

د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې په کابل کې له ۲۰۲۵ تر ۲۰۲۹ کلونو پورې د پنځه کلن ستراتېژیک پلان د تحلیل، ارزونې او عملي تطبیق په موخه یو پروګرام جوړ کړی دی.

د اميد راډيو خبريال په دې پروګرام کې د يادې ادارې عمومي رييس ملا نورالدین ترابي په حواله ويلي، دا ستراتېژیک پلان د ادارې د موخو د ترلاسه کولو لپاره مهمه لار ده او لګښتونه یې د مرستندویو بنسټونو او د ادارې له لوري برابر شوي دي.

ښاغلي ترابي له کارکوونکو غوښتي، چې پلان په دقت مطالعه او عملي کړي.

همداراز د پلان او پالیسۍ رييس ملا محمد جاوید عباس ويلي، دا ستراتېژیک پلان به د خلکو باور زیات کړي، د ادارې موخو ته د رسېدو زمینه به برابره کړي او د طبیعي پېښو پر وړاندې به د چټکې رسېدنې لامل شي.

اړوند خبرونه