ډېر لوستل شوي

د ۵۰۰ متخصصينو فراغت غونډه؛ د زړه جراحۍ پرمختګ او د تخصص رياست پر پياوړتيا ټينګار شوی

د عامې روغتيا وزرات د تخصص بشپړولو لوی رييس ډاکټر نثار احمد نيازي د نږدې ۵۰۰ تنه متخصصینو د تخصص فراغت غونډه کې ويلي، د تخصص پروګرام د لومړي ځل لپاره په ۱۳۳۴ لمريز کال کې د امريکا په همکارۍ پیل شو.

نوموړي له فارغ شويو متخصصینو غوښتي، چې خپلې فوق‌التخصصي زده‌کړې تعقیب کړي، علمي څېړنې ترسره کړي او په اوسنیو زده‌کړو بسنه ونه کړي.

د اميد راډيو خبريال په دې پروګرام کې د ښاغلي نيازي په حواله ويلي، دا مهال په هېواد کې د پرانستې زړه جراحۍ هم دننه ترسره کېږي او په دې برخه کې یو شمېر هېوادوال له بهرنیو هېوادونو بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

نیازي همداراز د عامې روغتیا له وزارت څخه غوښتي، چې د تخصص بشپړولو ریاست لا پیاوړی او تقویه کړي، څو د روغتیايي خدمتونو کچه نوره هم لوړه شي.

اړوند خبرونه