ډېر لوستل شوي

يوه ورځ کې له پاکستانه نږدې څلور زره افغان کډوال راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون دارالانشاء په خپل کاري راپور کې ويلي، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ايستلو په لړ کې په تېره يوه ورځ کې ۳ زره ۹۱۸ تنه افغان کډوال راستانه کړل شوي دي.

د راپور له مخې، راستانه شوي کډوال د ننګرهار ولايت د تورخم، د کندهار ولايت د سپين بولدک او د هلمند ولايت د بهرامچې له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د مسوولينو په وينا، د بېلابېلو کمېټو له لوري راستنو شويو کډوالو ته لومړنۍ اسانتياوې هم برابرې شوې دي. بل لور، راپورونه ښيي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لړۍ دوام لري، که څه هم څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ د لسګونو افغان بندیانو د خوشې کېدو خبر ورکړی و.

اړوند خبرونه