ملي دفاع وزارت په یوه خبر کې ویلي چې چې د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو درېیمې سرحدي عبیده لوا د تخنیک امریت ورکشاپ کې ګڼ پوځي وسایط بیارغول شوي دي.
د ۲۰۵ البدر قول اردو مسوولین وایي چې دا پوځي وسایط له ډېره وخته ویجاړ پاتې وو چې اوس بیاځلې ګټې اخیستنې ته چمتو شوي. ویل کیږي چې په دغو وسایطو کې ۱۵ عرادې هاموې ټانګونه او ۳ عرادې انټرنېشنل کاماز او نور موټر شامل دي.
د ویلو ده چې د اسلامي امارت تر بیا واکمنۍ وروسته د ملي دفاع وزارت انجینري ټیمونو له خوا په زرګونو پوځي وسایط بیارغول شوي او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.