د تېر جمهوريت چارواکو او سیاسي فعالانو د اسلامي امارت په ملاتړ يوې غونډه کې د پاکستاني پوځي رژيم تېری غندلی او له شته نظام يې ملاتړ څرګند کړی دی.
د ولسي جرګې پخواني غړي نادرخان کټوازي په دې غونډه کې ويلي، افغانان خپل غچ نه دی پرېښی او نه یې پرېږدي. نوموړي ټینګار کړی:” اوس د دې وخت رارسیدلی چې ټول هېوادوال د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې ودریږي او له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.”
نادرخان کټوازي له پاکستاني ولسي وګړو غوښتي، خپل حکومت ته روښانه کړئ، چې له افغان ځواکونو سره جګړه کول د تباهۍ سبب کېږي او باید له دې کاره لاس واخلي.

