د افغانستان د بهرنیو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ترکيې د «IHH» (Humanitarian Relief Foundation) بشري بنسټ د بشري ډیپلوماسۍ د برخې مشر عبدالله التای سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې عبدالله التای په افغانستان کې د خپل بنسټ د روانو بشري فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړي دي.
ښاغلي متقي د «IHH» بنسټ له بشري مرستو مننه کړې او په افغانستان کې یې د ترکیې د دولتي او نادولتي خیریه بنسټونو مرستې ارزښتناکې بللې او دغه راز د دې مرستو د دوام لپاره يې د خپل ملاتړ ډاډ هم ورکړی دی.

