د راپورونو له مخې، د غور – کابل لويه لار د تېرې شپې راهیسې د درنو واورو له کبله تړل شوې ده.
د دغه ولایت د ټولګټو چارو رييس مولوي عبدالکريم ابو شعيب وایي چې درنو واورو یاده لاره د کوتل بیک سیمه کې تړلې ده.
ښاغلي ابو شعیب زیاته کړه چې د دغې لويې لارې د پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي او د واورو پاکوونکې ډلګۍ به ژر سیمې ته ورسیږي.
د ویلو ده چې د هوا پېژندنې ادارې د هیواد په ګڼو ولایتونو کې د واورو، باران او سېلابونو اټکل کړی دی.