د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت نن (يکشنبه، مارچ اتمه) چې د ښځو نړيوالې ورځې سره برابره ده ويلي، د ښځو د حقونو د خوندیتوب، د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي او د ناوړه دودونو د له منځه وړلو لپاره یې هڅې روانې دي.
یاد وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د تېرو لسو میاشتو په لړ کې د ښځو د حقونو اړوند ۳۵۱۱ شکایتونه ثبت شوي، چې له ډلې یې ۳۴۸۱ شکایتونو ته پر وخت رسېدنه شوې ده.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، یوازې تېره اوونۍ کې ۷۳ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او ۹ مېرمنې له اجباري نکاح ژغورل شوې، همداراز ۱۵ مېرمنو ته د میراث حق ورکړل شوی دی.
اعلامیه زیاتوي، چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په تړاو د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مې ګڼې فرمان د سرغړونې له امله نږدې ۱۱ زره کسان راغوښتل شوي او ورته سپارښتنه شوې چې له ورته کړنو ډډه وکړي.

