مولوي ذبیح الله مجاهد وایي چې اهل السنة والجماعة عقیدې په اړه د اسلامي امارت د مشرتابه نوی لیکلشوی کتاب چاپ او خپور شوی دی.
په دې کتاب کې له شریعت سره سم د سمې عقیدې او عمل پر اړتیا ټینګار شوی چې په پښتو ژبه چاپ او خپور شوی دی.
ښاغلي مجاهد لیکلي چې په یاد کتاب کې د اهل السنة والجماعة د عقایدو له معتمدو مراجعو څخه استفاده شوې، او په واضحه او اسانه توګه د عقیدې اړوند موضوعات پکې راټول شوي دي.
مولوي ذبیح الله مجاهد دا کتاب د ټولو علمي برخو د استادانو، شاګردانو او عامه لوستونکو لپاره ګټور او د صحیح عقیدې په اړه یو مهم لارښود بللی دی.

