ډېر لوستل شوي

د ختیځ فرضي کرښه کې د پاکستان پوځي رژيم یوه پوسته له منځه وړل شوې

د ملي دفاع وزارت د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د دويمې سرحدي لوا د لومړي کنډک ځواکونو د «ردالظلم» عملیاتو په لړ کې د پاکستان پوځي رژيم یوه پوسته تر برید لاندې راوستې او له منځه يې وړې ده.

د يادې قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي وايي، دا برید نن د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ د ګړو سیمې فرضي کرښې په اوږدو کې ترسره شوی دی. سرچینې زياته کړې، د دويمې سرحدي لوا د لومړي کنډک ځواکونو د پاکستاني پوځي رژیم یوه پوسته د هاوان او «SPG-9» وسلې په وسیله په نښه کړې، چې په پایله کې یاده پوسته په بشپړ ډول ویجاړه شوې ده.

اړوند خبرونه