د افغانستان اسلامي امارت د هیواد په شمال کې د دغه زون په کچه د تر ټولو ستر برېښنا بند د رغونې په پار هڅې چټکې کړي دي. د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې د «کله ګي» بريښنا د بند کارونه چټک شوي دي. د دغه بند لپاره چې د هیواد په شمال کې به تر ټولو ستر بند وي، د سروې، لګښتونو او مالي ملاتړ چارې نږدې وروستۍ شوې او تمه ده چې عملي کارونه یې هم ژر تر ژره پیل شي.
د بغلان د سیندیزې حوزې تخنيکي سلاکار انجنير اصف الله رحيمي وایي چې د کله ګي بند ټولې ټولیزې او مالي چارې په تېرو کلونو کې بشپړې شوي او د عملي چارو پیل ته یې اسلامي امارت هوډ لري.
د دغه بند په جوړیدو سره به زرګونه کورنه ته برېښنا ورسیږي او همداراز به د شمالي اوسېدونکو ۹۰ زره هکټاره ځمکه خړوبه کړي.
دغه بند ټولټال د ۵۷ میګاواټو برېښنا د تولید وړتیا لري چې د رغنیزو کارونو په پیل سره به یې زرګونو بغلانانیانو ته د کار زمینه چمتو ش