د زندانونو چارو د سمون ادارې خبر ورکړی، چې د سترې محکمې د لارښوونې د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د بدخشان، پکتیا او زابل ولایتونو په زندانونو کې ۳۸۵ بندیانو ته عفو او د بند موده کې تخفیف ورکړل شوی دی.
يادې ادارې ويلي، چې د دوی دوسیې په دقیق ډول ارزول شوې او په پایله کې د ښځینه او نارینه بندیانو په ګډون ۱۶۷ تنو ته عفوه شوې او د ۲۱۸ نورو بنديانو په بند موده کې تخفيف راوستل شوی دی.
مسوولین وایي، چې د نورو بندیانو د دوسیو ارزونه هم روانه ده، څو د عفو او تخفیف په اړه پرې لازم تصمیم ونیول شي.

