د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې مسوولینو د یاد ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د یوه چک ډېم د جوړولو خبر ورکړی دی. ویل کیږي چې دغه چک ډېم به د دې ولسوالۍ اړوند په اب بازک سیمه کې جوړ شي، چې ټولټال ارزښت یې ۴.۵ میلیونو افغانیو ته رسیږي.
ددغه چک ډېم د اوبو د زېرمونې وړتیا ۵۰۰ مترو مکعبو ته رسیږي چې چارې به یې په دریو میاشتو کې بشپړې شي. باید وویل شي چې افغان حکومت د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې د یوه-یوه چک ډېم د جوړونې ویلي دي.