د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکايتونو اورېدولو وزارت خبر ورکړی، چې په تېر ۱۴۰۴ هجري لمریز کال کې یې د ښځو د حقونو نږدې ۶۰۰۰ قضیو ته رسېدنه کړې او په هېواد کې یې ۳۸۰۰ شخړې حل کړې دي.
ياد وزرات په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د ښځو د حقونو په برخه کې ۱۹۸۶ د میراث، ۱۶۵۵ د جبري نکاح او ۲۱۲۸ نورې د کورني تاوتریخوالي او ظلم د مخنیوي قضیې شاملې وې.
د وزارت په وینا، په همدې موده کې د ديني علماوو او قومي مشرانو په همکارۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۸۰۰ لویې او وړې شخړې او دښمنۍ په اصولي ډول حل او فصل شوې دي.
مسوولین زیاتوي، چې د ديني ارزښتونو د ساتنې او خرافاتو د مخنیوي په موخه په ټول هېواد کې ۷۲۰ تنه کوډګر او په خرافاتو بوخت کسان نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت د مشرتابه له حکم سره سم، په همدې موده کې څه باندې ۶ زره رواني ناروغان او لېوانیان هم راټول شوي او د درملنې لپاره د سرې میاشتې ادارو ته سپارل شوي دي.

