عامې روغتیا وزارت وایي چې تېر ۱۴۰۴ کال د ستوماتولوژي ملي او تخصصي روغتون کې شاوخوا ۵۱ زره ۸۲۶ بریالي جراحي عملیات شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په یادو عملیاتونو کې ۱۱۳۱ سترMajor)) عملیات او ۵۰ زره ۶۹۵ کوچنيMinor)) عملیات شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا عملیات د مجربو، متخصصو او مسلکي ډاکټرانو له لوري شوي دي.
عامې روغتیا وزارت همداراز ویلي چې په دې موده کې ۱۴۲۹ ناروغانو ته داخل بسترIPD)) او ۱۰۹ زره ۵۳۲ کسانو ته خارج بسترOPD)) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.

