ډېر لوستل شوي

شیخ نورالحق انور: د استادانو د ظرفیت لوړونه او د کورني نصاب پیاوړتیا اړینه ده

د چارو ادارې لوی رييس د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې د استادانو پر روزنه او د هېواد دننه د باکیفیته نصاب پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

شيخ نورالحق انور ویلي، ښوونکو ته باید لازمې اسانتیاوې او روزنیز فرصتونه برابر شي، څو وکولای شي زده‌کوونکو ته سالمه او معیاري روزنه وړاندې کړي.

د چارو ادارې لوی رييس پخوانيو نصابونو ته په اشارې ويلي، چې نصاب باید د هېواد دننه جوړ او د ټولنې اړتیاوې پکې په پام کې ونیول شي.

د ښاغلي انور په وينا، بهرني نصابونه د هېواد له اړتیاوو سره سمون نه خوري او په بشپړ ډول د افغانستان په ګټه نه دي، نو ځکه د کورني نصاب پیاوړتیا اړینه ده.

اړوند خبرونه