دفاع وزارت وایي چې ددې ولایت په پینځمې پلې لواء کې لسګونه عرادې وسایط رغیدلي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
ویل کیږي چې دغه ۳۱ عرادې وسایط د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د پینځمې پلې لواء د څلورم حمایوي او پنځم تأمیناتي کنډکونو په ورکشاپونو کې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
په دغو وسایطو کې ۱۳ عرادې هاموي ټانګونه، ۵ عرادې انټرنیشنل موټر، ۱۰ عرادې څلور ټایره موټر سایکلونه، یو عراده ټانکر، یو عراده کرينګ او یو امبولانس شامل وو.
د دفاع وزارت تخنیکي ټیمونو تر دې وړاندې هم زرګونه وسایط رغولي او ګټې اخسستنې ته یې چمتو کړي دي.