د عامې روغتيا وزارت خبر ورکړی، چې مسوولین وايي، په تېر ۱۴۰۴ لمريز کال پر مهال د ابن سینا صدري روغتون کې ټولټال ۹۰۱ بریالي جراحي عملیات ترسره شوي دي.
ياد وزارت وايي، د مجربو او متخصصو ډاکټرانو له لوري د روغتيايي معيارونو په رعايت سره په ترسره شويو عملیاتونو کې ۲۷۱ ستر (Major) او ۶۳۰ واړه (Minor) جراحي شامل دي.
همداراز، په همدې موده کې ۳۳۰۲ ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او ۲۷۹۲۷ مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي. مسوولین زیاتوي، د روغتون ډاکټران د مسلکي تجربې او ژمنتیا پر بنسټ هڅه کوي، څو ناروغانو ته معیاري، خوندي او پر وخت روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

