ډېر لوستل شوي

تېر کال څه باندې ۲۸ زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی 

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې په تېر ۱۴۰۴ کال د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲۸ زره ۴۷۴ بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی. 

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې تېر کال د ۷۲۸ ښځینه‌وو په ګډون ۱۶ زره او ۲۷۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۱۵۸ ښځینه‌وو په ګډون، ۱۲ زره او ۱۹۸ نور له هېواده وتلي دي.

سرچینې لیکلي چې ۱۶ زره او ۹۰ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۱۸۲ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۲ زره او ۳۶۹ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې، ۱۱۵ تنه د زده‌کړو او تحصیل او پاتې ۱۳ زره او ۷۹۲ نور یې د کار په موخه راغلي دي. د احصایې او معلوماتو ملي ادارې دا هم ویلي چې تر ټولو ډېر (۱۰ زره ۴۵۰) بهرني وګړي د نیمروز له بندر، ورپسې ۳ زره ۶۴۸ کسان د هرات له بندرونو او هوايي ډګر، ۸۳۲ تنه د فاریاب آقینې بندر، ۸۱۴ تنه د تورخم بندر او پاتې نور د حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

اړوند خبرونه