د کډوالو چارو وزارت وایي چې د ګډو همکاریو پراختیا او فعالیتونو پیاوړتیا په موخه یې له «هاجر افغانستان» او د «افغانستان پياوړتیا او اقلیم نوښت» موسسو سره هوکړې لاسلیک کړې دي.
د دغه وزارت په اېکس لیکل شوي چې دا هوکړهلیکونه د ۸۷ زره ۶۶۰ امریکايي ډالرو پر ارزښت د بېځایهشویو او راستنو شویو لپاره د لاښه خدمت په موخه د لاښې همغږۍ رامنځتهکولو او د ګډو پروګرامونو د پلېکولو په موخه لاسلیک شوي دي.
سرچینې لیکلي چې د دې هوکړهلیکونو پر بنسټ به کابل، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ۲۰۰ کورنیو او ۱۰۰ تنو راستنو شویو، بېځایهشویو او کوربه ټولنو ته د زدهکړو، د اقتصادي پیاوړتیا او د خوراکي توکو د مرستو په برخه کې فعالیتونه کېږي.

